په روسيه کې اور لګېدنې ۶۴ کسان وژل شوي

د سایبریا په کیمیرو ښار کې په یوه پلورنځي کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۶۴ کسان وژلي دي.روسي چارواکي وايي، د پېښېپه قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي.

اور د کيميرو ښار د يوه ستر پلورنځي په وروستي پوړ کې هغه مهال ولګېد، چې ګڼ شمېر خلک په سينما کې د فلم نندارې ته ناست وو. پر خواله رسنيو د پېښې په يوه خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې خلک د سوځېدو له وېرې له کړکيو ټوپونه وهي.

د روسیې د څېړنو کمېټې چارواکو ویلي چې د اور له امله د سینما چت را پرېوتی او ګڼو خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سايبريا مرستیال والي ولادیمیر چیرنوف بيا ویلي چې اور د ماشومانو د لوبو په ځای کې لګېدلی او وروسته د پلورنځي نورو برخو ته خپور شوی دی.

هغه د لومړنيو پلټنو د پايلو پر بنسټ ويلي، له کوم ماشوم سره د سګرېټو لایټر و چې ربړ اور ترې اخيستی او بيا د باروتو په څېر ټول پلورنځي ته خپور شوی دی.

د روسيې د روغتیا وزیرې ویرونیکا سکورتسوا ویلي چې ۱۱ ټپیان روغتونونو ته رسول شوي دي چې ډېری یې د لوګي د ډېر تنفس له کبله په بد حال کې دي. دېويلي، تر ټولو جدي قضیه د یوه ټپي ماشوم ده چې مور، پلار، وروڼه او خویندې یې په اور کې وژل شوي دي.

روسي چارواکو ویلي چې په پېښه کې۶۴ کسان وژل شوي او۱۱ کسان لادرکه دي. په وژل شويو کې نهه ماشومان دي، خو په ځينو راپورونو کې ويل شوي چې د ۴۱ په شاوخوا کې نور ماشومان تر پرون ماښامه پورې لادرکه وو.