په روژه کې باید څه وخوړل شي او څه ونه خوړل شي!؟

لیکنه: اعجاز احمد تسل

ډیر خلک د پشلمي په وخت زیات خوراک په دې ګمان کوي چې سبا به نه وږي کېږو،خو وږي کېدل او نه وږي کېدل په ډیر خوراک پسې نه بلکې په ښه غذا پورې اړه لري نو باید هغه غذاوې وخوړل شي چې په زیاته اندازه کاربوهایدریت او فایبر ولري لکه غلې دانې،لوبیا،میوې په خاصه توګه کیلې… ځکه د دوی په هضم سره په زیاته اندازه انرژي جوړیږي او د ورځې په جریان کې مو قوي ساتي.

په روژه ماتي کې د سنتو مطابق کجورې او اوبه وڅښئ ځکه کجورې ژر هضمیدونکي،د لوږې احساس راکموونکي،د زیات خوراک مخنیوي کوونکي په کافي اندازه د قندونو او انرژی لرونکي او د روژې د زیاتو ساعتونو وروسته د غذا لپاره د معدې اماده کوونکي خواړه دي.

هغه غذاوې چې باید ونه خوړل شي!

په زیاته اندازه په غوړیو کې سره کړل شوي مواد لکه چپس، سمبوسې، چرګې او داسې نور باید ونه خوړل شي، ددې تر څنګ د ډیرو غوړو او بورې لرونکو غذاوو څخه باید پرهېز وشي، همدا ډول ټول ګازي څښاکونه باید ونه څښل شي ځکه په خالي معده د دوی څښل د معدې او ګردو لپاره زیانمن دي.