په روژه کې درې مهم وختونه!

په روژه کې درې وختونو ته متوجه اوسئ او کوښښ وکړئ چې، پدې وختونو کې ذکر او دعا زیات وکړئ او باید یوه ګړۍ یې هم ضایع نه شي، هغه درې وختونه دا دي:

لومړی وخت:

د سهار له لمانځه وروسته وخت، دا وخت ډیر برکتي او خورا مهم وخت دی، په یوه حدیث کې راغلې دي چې، ترمذي روایت کړی دی، رسول الله ﷺ وایي: څوک چې د سهار لمونځ په جمعه وکړي، بیا کښیني او الله یادوي، تر څو چې لمر راپورته شي، او بیا دوه رکعته لمونځ وکړي، دې سړي د حج او عمرې هومره ثواب ترلاسه کړ، پوره! پوره! پوره!

عن انس رضي الله عنه عن النبي صل الله عليه وسلم اْنه قال: من صلى الفجر في جماعه ثم قعد يذكر الله حتى تطلع الشمس ثم صلى ركعتين كانت له كاْجر حجه وعمره تامه تامه تامه.

نو دا وخت د کال په ټولو میاشتو کې اهمیت لري؛ خو د روژې په مبارکه میاشت کې باید دې غنیمت ته متوجه واوسو.

دویم وخت:

له ماښام مخکې وخت د روژه تي لپاره ډیر مهم دی، که څه هم ډیر خلک دا وخت د روژه ماتي په تیارولو تېروي؛ خو اصلاً باید دا وخت په ذکر او دعا تیر کړل شي، لکه په حدیث کې راغلي دي، رسول الله ﷺ وایي: د دریو کسانو دعاګانې قبلیږي چې، هغه یو د روژه دار دعا ده، دویم د مظلوم دعا ده او دریم د مسافر دعا ده.

سلفو علماو به د ورځې د اخر ډیر تعظیم کاوه؛ ځکه دا د ورځې پای وي.

دریم وخت:

د سهار له لمانځه مخکې وخت هم ډیر مهم او له برکته ډک وخت دی. او قرآن کریم پدې وخت کې د استغفار یادونه کړې ده: (وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالْأَسْحَارِ) یعنې: مؤمنان هغه دي چې، په سهار کې استغفار وایي.