په روژه کې څه ډول د بدن اوبه پوره وساتو؟

د ګرمۍ په موسم، په ځانګړي ډول د روژې په میاشت، کې بدن د اوبو له کمښت سره مخ کېږي. د اوبو همدا کمښت ښايي انسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کړي.

د بدن د اړتیا وړ اوبو د پوره کولو لپاره باید د روژه ماتي او پېشلمي پر مهال په زیاته اندازه اوبه او اوبه لرونکي خواړه وخوړل شي. د ځینو ناروغیو د مخنیوي لپاره مېوې، سابه، اوبه، شیدې او نور هغه خواړه چې په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه اوبه لري وکاروئ.

۱- په پېشلمي کې باید لږ تر لږه دوه ګیلاسه اوبه وڅښل شي. له جوس او یخو اوبو څخه ځان وساتئ؛ ځکه چې وزن زیاتولی شي.

۲- داسې خواړه وخورئ چې په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه اوبه ولري؛ ځینې خواړه لکه، هندواڼه او سلاد د بدن د اړتیا وړ اوبو په پوره کولو کې ډېره مرسته کوي.

۳- د روژه ماتي پر مهال په یو ځل اووه یا اته ګیلاسه اوبه څښل هېڅ کومه ګټه نه لري؛ کوښښ وکړئ په وقفه یې ډول یا هر ساعت یو یا دوه ګیلاسه اوبه وڅښئ.

۴- روژه پر خرما او دوو ګیلاسو اوبو سره ماته کړئ.

۵- کله چې تراوېح او یا نورو عبادتونه کوی، نو یو بوتل اوبه له ځان سره ولرئ.

ژباړه: احمد فیصل