په زده کړه د کورنۍ د غړو منفي اغېز

عتیق الله ساحل

هغه کس چې د ښوونځي په دولس کلنه دوره سربېره د پوهنتون په څو سمسترونو کې هم اول نمره و، اوس په هر سمستر کې د استادانو په مرسته ډېر په سختۍ د کامیابۍ نمرې اخلي. د دې پېښې لامل به څه وي؟

په زده کړو د ګڼو عواملو تر څنګ یو بارز لامل د کورنۍ غړي او د هغوی چلند دی. د هر زده کوونکي زده کړه د هغه د کورنۍ له غړو سره نېغه اړیکه لري او د دوی چلند د یو کس په زده کړه مثبت او منفي اغېز کولای شي. د کورنۍ لخوا د یوه زده کوونکي د اقتصادي ملاتړ نشتوالی، د هغه زده کړو ته نه پاملرنه، کورنی جنجال، په کورنۍ کې د یو کس مړینه او … هغه څه دي چې د یو چا په زده کړه منفي اغېز لري.

زده کړیالان په ټولنه کې هغه قشر دی چې دوی د خپلو زده کړو په لړ کې په اقتصادي لحاظ تر ډېره خپلې کورنۍ ته اړ دي او په زده کړه کې اقتصادي اړتیا هغه څه ده چې د یوه زده کړیال په پرمختګ کې تر بل هر څه ډېر رول لري. نن سبا که څومره نړۍ پرمختګ کړی همداسې ورسره اړتیاوې ډېرې شوې دي، په ځانګړي ډول د تعلیم هغه څانکې چې ټکنالوجیکي وسایلو ته پکې اړتیا لیدل کیږي. د دغه ډول څانګو زده کړیالان د پرمختللې نړۍ د وسایلو له اړتیا سره سم د خپلې کورنۍ اقتصادي ملاتړ ته هم اړتیا لري او که کورنۍ یې په دې برخه کې ناتوانه شي ممکن د دوی په تعلیم یو لوی منفي اغېز وکړي.

په اقتصادي ملاتړ سربېره د یو کس تعلیم ته د کورنۍ د غړو پاملرنه یا نه پاملرنه هم په خپل ځای په زده کړه اغېز لري. په دې برخه کې د کورنۍ غړي له دوو اړخونو د کورنۍ د بل غړي په تعلیم خپل اغېز پرېښودای شي؛ یو تشویق دی چې په زده کړه کې د پرمختګ زېږنده دی او بل رټنه چې د زده کړې په وړاندې یې خنډ بللی شو. د دې تر څنګ ډېری داسې کورنۍ هم شته چې خپل اولادونه یې د تعلیم په موخه ښوونځي یا پوهنتون ته لېږلي خو د هغه په مقابل کې یې په کورنۍ کې ځینې داسې مسولیتونه ورسپارلي چې د دوی د تعلیم په وړاندې یې خنډونه اېجاد کړي دي.

په دې برخه کې بل لامل کورنی جنجال دی چې طبعاً اغېز یې منفي دی. ډېری داسې زده کوونکي چې په کورنۍ کې جنجال ولري، له تعلیم سره یې علاقه او مینه کمیږي او تر ډېره یې ذهن بلخوا مصروف وي.

خو هغه لامل چې زما له تجربې سره تړاو لري او د هغه کس د تعلیمي رکود لامل شوی و چې له کلونو اول نمره ګۍ وروسته د کامیابۍ نمرې نه شي اخیستی، هغه په کورنۍ کې د یو چا مړینه ده. د یاد شوي کس د مور مړینه د دې سبب شوی و چې دی له تعلیم څخه لاس په سر شي. په ریښتیا هم په کورنۍ کې د ځینو کسانو مړینه هغه تشه رامنځته کولای شي چې د تعلیم په وړاندې یې شتون اغېزمن وي. په کورنۍ کې د پلار یا مور نشتوالی زده کوونکي ته دا ذهنیت ورکولای شي چې هر څوک تعلیم د هغه د پلار یا مور د ارمانونو د پوره کېدو په موخه او یا د دوی د سهولت لپاره کوي او یا دا فکر ورسره پیدا کیږي چې ګواکي زما مور یا پلار نه شته نو تعلیم به ماته څه راکړي. که څه هم دا سم فکر نه دی خو نن سبا یې په ډېړی زده کوونکو بشپړ اغېز ښکاري.

په زده کړه د کورنۍ اغېز او د هغه عوامل دې ته ورته ممکن ډېر زیات وي خو هغه څه چې نن سبا هر چا درک کړي زما په فکر همدا وو.

یو زده کوونکی هغه وخت په خپلو زده کړو کې پرمختګ کولای شي چې د کورنۍ غړي یې په هر لحاظ ملاتړي واوسي او یا هغه لاملونه چې د زده کوونکي په زده کړه منفي اغېز کوي خو کورنۍ پکې ملامته نه وي لکه د یو کس مړینه په هغه صورت کې زده کوونکي ته پکار ده چې خپل ژوند د چا په ژوند یا مرګ پورې ونه تړي او د خپل راتلونکي په هکله فکر وکړي.