۱: د بریالیتوب راز له خپل کارسره په محبت لرلو پټ دی.
۲: بریالی انسان هغه دی کوم، چې خپل اولاد ته ښه خویونه ور زده کوي.
۳: له پلان جوړولو پرته په هيڅ کارکې بریالیتوب ممکن نه ده.
۴: د بریالی کېدو راز په ثابت قدمۍ کې مضمون دی.
۵: بریالیتوب هم د زدنګۍ په بازار کې خرڅېږي، خو هغه څوک یې اخیستلای شي چې د قیمت د ادا کولو وړتیا ولري.
۶: له چا سره چې صحت، قابلیت، دیانت، محنت، استقلال او همت وي د هغوی بریالیتوب یقیني وي.
۷: چېرته چې قرباني نه وي، هلته بریالیتوب هم د عنقا مرغه په شان وي.
۸: فتحه د هغو خلکو قدم ښکلوي کو، چې په فتحې یقین لري.
۹: د مضبوطې ارادې او قوت خاوندان د ناکامۍ مخ ډېر کم ویني.
۱۰: کوم سړی چط د بریالیتوب لاتسته راوړلو له پاره کوښښ کوي، بریالیتوب د هغه انتظار کوي.
۱۱: د الله (ج) څخه د روزۍ غوښتنه وکړئ، ځکه چې خیر او خزانې له هغه سره دي.
۱۲: په بندیخانه کې د ازادۍ قدر در معلومېږي.
۱۳: ینک بخت هغه څوک دی، چې له ماضي څخه ( تېروخت) څخه عبرت واخلي.
۱۴: بریالیتوب له سخت خواهیش څخه پرته نه شي حاصلیدای.
۱۵: مثبته رویه د بریالیتوب بنیاد دی.
۱۶: هره لویه بریا له ناکامۍ څخه پرته نه شي حاصلیدای.
۱۷: زغم د بریا له پاره کیلي ده، بریالي خلک کوښښ نه پرېږدي.
۱۸: د بریالیو خلکو په خپل ځان پوره کنترول وي.
۱۹: بریالي خلک په ځان کې ښه عادتونه پیداکوي.
۲۰: هېڅوک تر هغه وخته برییالي کېدای نشي، ترڅو چې په خپل کارکې مهارت ونه لري.
۲۱: بریالی خلک زر پرېکړه کوي ، مګر تر ډېره وخته پورې یې نه بدلوي.
۲۲: که ریښتوني بریالیتوب غواړئ ؛ نو هېڅکله هغه مه کوئ، چې ناکام خلک یې کوي.
۲۳: په دنیا کې لویه کامیابي له ناکامیو وروسته حاصلیږي.
۲۴: ناکمي د انسان په تخلفي صلاحیتونو کې اضافه والی راولي.
۲۵: ناکامۍ لعنت نه، بلکې نعمت دی.
۲۶: هره ناکامۍ موږ ته د کامیابۍ له پاره لاره برابره وي.
۲۷: ناکامۍ د زندګۍ ترټولو لوی استاد دی.
۲۸: ناکامي موږ ته عاجزي را زده کوي.
۲۹: ناکامۍ موږ له خپلو حدودو سره اشنا کوي.
۳۰: ناکامي موږ ته دا والي، چې تاسو د شکست قابل نه یاست.
۳۱: ناکامي موږ ته د کردار مضبوط والي سبق را زده کوي.
۳۲: د ګټلو خواهیش له هر چا سره وي، مګر د ګټلو له پاره د تیارۍ خواهش له ځینو ځینو سره وي.
۳۳: کامیاب خلک په خپلو کارونو کې په خنډونو د غالب کېدو له پاره د جرئت او قوي هڅې او تلاش کوي.
۳۳: پرځان باور په نورو کې هم په ځان باورتیا پیداکولی شي.
۳۴: په بې اعتمادۍ سره کارکول، په لوی لاس په کنده کې دځان غورزول دي.
۳۵: د کوم انسان چې په خپل ځان باندې باور نه وي، هغه خپلې ټولې ناکامۍ له تقدیر څخه بولي.
۳۶: پرځان اعتماد کول د جهاد درجه لري.
۳۷: پر ځان باورئ کې ژوند دی.
۳۸: کله چې اخلاص او اعتماد ختم شي، نو انسان د ژوند په هېڅ یوه لاره نشي کامیابېدی.
۳۹: په کوم انسان کې چې پرځان باوري ماده نه وي، هغه هېڅکله په دنیا کې ترقي نشي کولای.
۴۰: که تاسو په خپل ځان اعتماد وکړۍ، نور به هم په تاسو اعتماد وکړي. مشکور خوستی
کاپي…