په زېمبابوې کې سیلابونو دوه سوه ۴۶ کسانوته مرګ ژوبله اړولي

په زیمبابوې کې د سیلابونو له امله ۲۴۶ تنه مړه شوي او زرګونه کسه بې کوره شوي دي.

د دې افریقايي هېواد حکومت له نړیوالو مرسته کوونکو ادارو سل میلیونه ډالر بېړنۍ مرسته غوښتې ده.

په زیمبابوې کې د پرله‎ پسې بارانونو له امله سرکونه، پلونه او کروندې ویجاړې شوې او ډيرو سیمو ته د بیړنیو مرستو د رسولو لارې بندې دي.

د زیمبابوې د مستبد ولسمشر رابرت موګابي حکومت له تېر کال راهیسې د سختې وچکالۍ له امله له اقتصادي ستونزو سره مخامخ و.

د هغه هېواد وسله ‎والو ځواکونه په یو شمېر کلیو کې د هغو خلکو د ژغورلو هڅې کوي چې د اوبو تر سترو بندونو لاندې پراته دي او وېره لري چې د بندونو د ماتېدو له امله به یې سیمې تر اوبو لاندې شي.