په سایبیریا کې اورلګیدنې له سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د سایبیریا په کیمروو ښار کې د اورلګېدنې له امله لسګونه کسان وژل شوي دي. د روسیې رسنیو د راپور له مخې په یوه ودانۍ کې اورلګېدنه رامنځ ته شوي چې له امله یې ۳۶ کسه وژل شوي، سل کسه ژغورل شوي، ۶۹ کسه ورک دي، له دې ډلې ۴۰ یې ماشومان دي او ۴۰ نور ټپیان دي. پولیسو ویلي چې د ورکو کسانو د پلټنې عملیات روان دي خو تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې چې د اورلګېدنې لامل څه وو. پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.