په سعودي عربستان کې د ړندو لپاره الکترونیکي قرآن چمتو شوی دی

قرآن کریم د رُشد او لارښود خزانه ده. په دې کې د ټولو عقیدو خلکو لپاره لارښود او پوهاوی موجود دی.

 

په ټوله نړۍ کې په لکونه ړانده مسلمانان د قران کریم په لوستلو کې له ستونزو سره مخ دي، خو اوس دغې ستونزې ته یو حل وموندل شو.

 

په سعودي عربستان کې د ړندو لپاره الکترونیکي قرآن چمتو شوی دی. د العربیه نیوز د خبر له مخې د سعودي عربستان یوې څیړنیزې ډلې د ړندو لپاره د قرانکریم بریښنایی نسخه چمتو کړې ده. د دې ځانګړي قرآن آیتونه، عربي لیکونه او پاڼې په متحرک شکل چمتو شوی دي او د بریل په مرستې سره لوستل کیږي. د بریښنایی قرآن په مرسته به ړانده خلک وکولی شي په ډیرې اسانۍ سره د قرانکریم آیتونه، سورتونه او سیپارې ومومي.

 

د سعودي پریس اژانس (SPA) په وینا، د بریښنایي قرآن اختراع د قرآن د عادي نسخو د تلاوت کولو مشکل هم له مینځه وړی دی. په بریل دغه چمتو شوی نسخه ټول شپږ ټوکه لري. وزن، له یو ځای څخه بل ځای ته د وړلو په څیر ستونزو سره سره په هغو کې د سورتونو او آیتونو موندل هم ګران دي، مګر د قرانکریم بریښنایي نسخې دا ټولې ستونزې حل کړې دي.

 

د شاه عبدالعزیز پوهنتون کې د پوهنې مدیریت مشر مشعل الهرثاني په مشرۍ یوې څیړنیزې ډلې، د ړندو لپاره د بریښنایی قرآن کریم دغه نسخې جوړولو لپاره له ډیر محنت او مهارت څخه کار اخیستی دی. په سعودي عربستان کې د دې بریالۍ تجربې وروسته به دا په ټوله اسلامي نړۍ کې خپور کړي.

 

د یادونې وړ ده چې په کېنګ فهد ملي کتابتون کې یولس سوه کاله دمخه د قران پاک یوه داسې نادره نسخه هم ساتلی ده چې هغه په چرم لیکل شوی ده. دلته د قران کریم یوه بله نادره نسخه هم موجوده ده چې په نسخ خط کې لیکل شوی ده، څیړونکي اټکل کوي چې دا په لسمه پیړۍ کې لیکل شوی ده.

کاپي…