په سعودي عربستان کې په امنیتي ځواکونو دلاسي بمونوبریدوشو

د سعودي عربستان د القطیب په ښار کې په امنیتي ځواکونو د ګزمې پر مهال  بمي برید وشو. په پيښه کې  د سعودي عربستان د پوځ یو تن جګړن  ژوند  د لاسه ورکړ  او دوه تنه سرتیري ټپیان شول.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند منصور الترکي لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د هیواد په ختیځ کې  د القطیف ښار د منصوره په کلي کې  د شپې په ناوخته ساعتونو کې  د امنیتي ځواکونو د ګزمې په موټر  بمي برید وشو.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په برید کې  د جګړه طارق بن عبداللطیف الاقي  ژوند  د لاسه ورکړی  او دوه تنه سرتیري ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د پیښې د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

د پیښې نه  د ترروریسي  پیښې په توګه یادونه شوې ده .

د یادولو وړ ده چې  د سعودي عربستان د القطیف په ښار کې چې ډیری نفوس يي  شیعه ګان  دي  او د یمن سره  پولې ته نږدې  موقعیت لري  وخت نا وخته پکې په امنیتي ځواکونو  بریدونه کیږي.