په سعودي پولیسو راکټي برید کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د سعودي عربستان د القطیف په ښار کې د یو راکټي برید په پایله کې یو تن پولیس مړ او ۵ تنه نور ټپیان شول.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند منصور الترکي ویلي دي چې د هیواد په لویدیځ کې د القطیف ښار د ماسورا په سیمه کې د پراختیايي پروژې په کارکوونکو وسله وال برید وشو.
د پیښې نه وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته وستول شول چې په هغوې هم د ار پي جي راکټ برید وشو.
په راکټي برید کې یو تن پولیس مړ او ۵ تنه نور ټپیان شول.
هغه وویل چې ترهګر د برید نه وروسته په تیښته بریالي شوي دي چې د نیولو په خاطر يي پراخه عملیات پيل شوي دي.