په سعودي کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۰ تنه د عمرې زیارت کوونکي مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي

د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې، دا پېښه پرون د خمیس مشیط پر لویه لاره هغه مهال رامنځته شوه، چې یو شمېر زیارت کوونکي مکه مکرمې ته روان وو. سرچینې زیاته کړې چې، د عمرې د زیارت کوونکو یو بس له یوه پول سره ټکر کړی او بیا پکې اور لګېدلی دی.
ځايي مسؤلین وايي، په دې پېښه کې ۲۰ تنه زیارت کوونکي مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
راپورونه زياتوي، چې د پېښې قربانیانو کې ډیری بهرنیان او یو شمېر ځایي وګړي شامل دي.