په سمنګان او پروان ولایتونو کې د نښتې پر مهال ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کورنیو چارو وزارت وايي، چې تېره شپه د سمنګان ولایت د درې صوف ولسوالۍ په ازبک پریده سیمه کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په مخامخ نښته کې د وسله والو طالبانو د یوه قومندان عصمت الله په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

له یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، د پروان ولایت د غوربند ولسوالۍ په سیاه ګرد سیمه کې د عملیاتو پر مهال دوه وسله والو طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي وی