په سوريه کې بمي چاودنو ۴۰ کسان وژلي او ۱۲۰ نور يي ټپيان کړې

د سوريې په مرکز دمشق کې دوه پرلپسې بمي چاودنې شوي، چې له امله يې ۴۰ تنه وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپيان دي.

د عراق چارواکي وايي، چې دغه چاودنې د باب الصغير مقبرې ته نږدې ترسره شوي دي.

ويل کېږي، دغې هدیرې کې شیعه وګړي یو شمېر زیارتونو ته ورځي او د چاودنې هدف هم هغه کسان وو، چې دغو زیارتونو ته بسونو کې ورتلل.

د سوریې دکورنیو چارو وزیر محمد ابراهیم اشاري ویلي، د دغه برید هدف د بېلو هېوادونو عربان وو، چې زیارتونو ته ورغلي وو.

دولتي رسنيو د ۳۳ کسانو د وژل کېدو او شاوخوا ۱۰۰ کسانو د ټپي کېدو راپورونه ورکړي دي.

اسوشیټډ پرس د لبنان د المنار تلویزون د راپور پر بنسټ ویلي، چې دا دوه سرتيري بریدونه وو او۴۰ تنه یې وژلي دي.

تر دې دمه د دغه بريدونو مسئوليت لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

له دې مخکې جنورۍ میاشت کې کفر السوسا نومې سیمه کې یو سرتيری برید شوی و، چې په کې ۱۰ کسان وژل شوي وو، چې د هغې ډلې مسئوليت د جبهة الشام نومې ډلې په غاړه اخيستی و.