پرون د امریکايي ځواکونو قومندان روسیې جنګي الوتکو لخوا د سوریې په شمال کې د وای پي جي ترهګرې ډلې په کمپونو د هوايي برید ترسره کیدو ادعا وکړه.
امریکايي قومندان وویل چې روسیې جنګې الوتکو په غلطۍ کې د وای پي جي په کمپونو هوايي بریدونه کړي دي.
خو روسیې بیا د امریکايي قومندان ادعا په کلکه توګه رد کړه. د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې دا ادعا حقیقت نلري او ددوې یا د اسد ځواکونو د وای پي جي په ځواکونو چې د امریکا ملاتړ تر شا لري هوايي بریدونه ندي کړي.
دا ادعا د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د عملیاتو قومندان جنرال ستیقن ټون سنډ کړې وه.
هغه ویلي وو چې روسي الوتکو د سوریې په شمال کې د الباب د سیمې په شاوخوا کې د وای پي جي ترهګرې ډلې په ځواکونو هوايي بریدونه کړي دي.
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د امریکايي جنرال ادعا رد کړه.