په سياست کې د چپ او ښی کلمې ولې او په کوم مفهوم کارول کيږي؟

لیکوال: شمس رحمانزی

په سياسي بحثونو، کتابونو او ناستو کې به مو د ښی اړخ او کين اړخ سياست، ښی اړخه او چپ اړه سياست کوونکي او ورته نورې کلمې اورېدلې وي. دا چې په سياست کې چپ او ښی ولې او د کوم مفهوم لپاره کارول کيږي، په دې لنډه لېکنه کې يې په ګوته کوو.

۱۷۸۹ز کال کې په فرانسه کې يو ستر پاڅون رامنځ ته شو، چې شاهي او د پاچاهۍ نظام يې په جمهوريت نظام بدل کړ. دغه انقلاب په تاريخ کې د فرانسې د ستر انقلاب په نوم ياديږي، چې په ۱۷۸۹ز کال کې پيل او په ۱۷۹۰ز کال پای ته ورسېد.

د فرانسې انقلاب په منځ کالونو کې د دغه هېواد سياسي څېرې او ډلې په هېواد کې د يو سياسي نظام په پار د فرانسې پارلمان دننه سره راټولې شوې. وېش داسې شوی وو، چې ځيني سياسيون د پارلمان د مشر د څوکۍ ښی اړخ ته کېناستل، ځيني يې د څوکۍ کيڼ اړخ ته او پاتې نور بيا د څوکۍ مخامخ يا د پارلمان په منځ کې کېناستل.

هغه کسان چې د پارلمان د رئيس څوکۍ ښی اړخ ته ناست وو، دوی په فرانسه کې له انقلاب وړاندې د شاهي نظام ملاتړ کولو. په ۱۸۸۵ز کې په فرانسه کې بيا شاهي نظام رامنځ ته شو او د دغه ډله د نظام ملاتړو کسانو ته په دايمي ډول سره د ښی لاسه خطاب کېدو.

هغه کسان چې په پارلمان کې د پارلمان د رئيس څوکۍ کيڼ اړخ ته ناست وو، دوی د فرانسې د انقلاب او جمهوريت ملاتړ کولو د غورځېدلي شاهي نظام خلاف وو، په دې اساس دوی چې چپ اړخ ته ناست وو، د کيڼ اړخو په نوم ياد شول.

اوس په ګرده نړۍ کې هغه سياسي ډلې چې محافظه کاري کوي يانې د بدلون خلاف وي، د ښی اړخ سياسي ډلو او ايډيالوژۍ په نوم ياديږي او هغه سياسي ډلې چې بدلون او پاڅون رامنځ ته کوي ورته کيڼ اړخي وايي.

هغه سياسي ايډيالوژي چې په ښي اړخ سياست کې شامليږي او تر ډېره په کې اجبار او تاوتريخوالی شتون نه لري.

– امپريالېزم؛

– پخوانی لېبرالېزم؛

– محافظه کار او نور

هغه سياسي ايډيالوژي چې په کيڼ اړخ سياست کې شامليږي او تر ډېره په کې اجبار او تاوتريخوالی شتون لري.

– فاشېزم؛

– سوسيالېزم؛

– کميونېزم؛

– انرشېزم او نور.