په شلو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې بهیر پیلیږي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي وایي، چې له شلو ډېرو ولایتونو کې د څه باندې ۱۶۵۰ محلونو رایې له سره شمېرل کیږي او ښایي د محلونو شمېر له دې هم زیات شي.

د دغه کمېسیون ځینو نورو غړو بیا ویلي، دا هغه محلونه دي چې بایومټریک دستګاوې پکې ورکې شوي، یا په کې ډېر شکایتونه شوي او یا هم په شمېرل شویو رایو کې توپیر ډېر دی.

د دوی په وینا، تر راتلونکې دوشنبې پورې چې د شکایتونو د څېړنې پروسه په سلو کې نږدې ۹۵ سلنه بشپړیږي، نور محلونه هم ښایي د بیا شمېرلو لپاره په نښه شي.