په عربي متحده اماراتو کې د اوښ ځغلولو سیالۍ دوام لري

 

اوښ ځغلولو سیالۍ چې په سعودي او عربي متحده امارات کې ځانګړی ځای او مقام  لري؛ اوس هم دا سیالۍ په عربي متحده امارتو کې دوام لري. د ډېسمبر په ۲۵ مه نېټه د دې سیالیو ځېنې لوبې ترسره شوې، چې لا هم دوام لري.

دا چې عربي هېوادونه له پخوا وختونو اوښان ساتي؛ نو د سوداګرۍ ترڅنګ ترې په ورزش کې هم ګټه اخلي. د اوښانو ځغلولو سیالۍ د ورزش په نوملړ کې په رسمي ډول لیکل شوي او د یو ورزش په توګه د ورزش له نړیوال فدراسیون سره ثبت دي.

د اوښ ځغلولو سیالۍ په عربي هېوادونوکې ځانګړی ځای لري او په زیات شمېر کې اوښان پکې په ځغاسته کې په سیالۍ اچول شوي وي، د دې سیالیو لپاره ځانګړي روزل شوي اوښان دي، چې یواځې د منډې وهلو لپاره دي او نور کار ترې نه اخېستل کېږي.

د دې سیالیو څارنه د ځانګړو لوبڅارانو له خوا کېږي او په وروستیو کې یې پایلې اعلانوي.