د غزني ولایت مقام له لوري د اسلامي ثقافت د پلازمېنې په توګه د دغه ولایت د نومول کیدو د لومړنۍ کلیزې په ویاړ د غزل شپه جوړه کړه.
د غزل شپې په دغه مشاعره کې د غزني د ګڼو شاعرانو ترڅنګ د یو شمېر نورو ولایتونوورغلو شاعرانو هم برخه لرله.
د غزني سرپرست والي موسی خان اکبرزاده د دغې مشاعرې د پرانیستې وینا پروخت خوښي وښوده چې غزني په لومړي ځل د غزل شپې د مشاعرې کوربه دی.
هغه وویل،په راتلونکي کې به هم د دغسې فرهنګي ناستو د کوربه توب هڅه کوي.
په یاده مشاعره کې لسګونه شاعرانو خپل شعرونه واورول.
له مشاعرې څخه وروسته د موسیقۍ پروګرام هم ترسره شو،چې د غزني او پکتیکا ګڼو ځوانانو پکې اتڼونه وکړل.