په غم لړلي ښادۍ

لیکنه: روان نورزی

لکه د اختر شپه، خو په دې توپير چې د ماشومانو پر ځای لويان په کې خوشاله وو، هر چا پاک کالي اغوستي وو او کتارونه کتارونه ولاړ وو ترڅو د مېلې ځای ته له امنيتي فلتر وروسته داخل شي.

په داخل کې رښتيا بل ډول فضاء وه، ټوله سيمه په بيرغونو او رنګا رنګ څراغونو ښکلې شوې وه، حماسي او وطني سندرې غږول کېدې، خلک په هر ځای کې ډلې ډلې ناست وو او په خپلو کې يې کيسې کولې.

څومره چې د ماښام تياره ډېرېده همدومره فضاء ښکلې کېده، ځکه شپني سينګار توکي ځلېدل، ناسته رسماً پيل شوه، يو څو تنو د ښه راغلاست ويناوې وکړې، له ويناوو وروسته اتڼ شروع شو، ځوانانو دوو غبرګو ډولونو ته مست اتڼ کولو.

د ستيج چلونکي ګډونوالو ته يادونه کوله چې نور تفريحي پرګرامونه هم شته او انشاءالله دا شپه مو خوشاله تيريږي.

ښايي د همدې لپاره دا لنډۍ له لاوډ سپکرو بيا بيا اورېدل کېده چې:

زموږه ناسته تر سبا ده

چا ته چې مور نارې وهي هغه دې ځينه

خو هېچا هم د تلو تکل نه درلود، ځکه هر څه ډېر په خوند روان وو، خوندورو غږونو د خلکو غوږونه او زړونه ملايم ساتل په دې وخت کې يو بې اهنګه غږ د ټولو زړونه ودربول.

هو!

چاودنه وشوه

که څه هم د چاودنه لرې وه، خو ټول يې ووېرول.

پروګرام په عادي ډول روان و، خو د خلکو احساسات مړاوي شول، چا د مستو او شوخو سندرو د اورېدو ډېر تاب نه درلود.

زما له سترګو هلته اوښکې تويې شوې کله مې چې په شخصي خبرو کې د يوه چارواکي له خولې په چاودنه کې د يوه سرتيري د شهادت خبره واورېده.

په ډېرې خوشالۍ تللی وم او دا مې نيت درلود چې دا شپه به تر سهار تيروو، خو له چاودنې وروسته په ډېر نيولي زړه راستون شوم.

ما په دې فکر کولو چې ياره په دې وطن کې بايد ملي خوشالۍ ونه لمانځل شي، ځکه دا خوشالي هم د چنار کلنۍ مشاعرې لپاره جوړه شوې وه خو له نورو کلونو سره په دې توپير چې سږ کال د خپلواکۍ د سلمې کليزې په وياړ ځانګړي نيول شوې وه، کله مې چې سبا سهار ناوخته خپل ځيرک تيلفون روښانه کړ ومې ليدل چې په ننګرهار کې هم د يوه واده په مراسمو ځانمرګی بريد شوی او د خلکو خوښي يې په غم لړلې ده، نور مې هم ذهن محدود شو او داسې مې وانګيرله چې ښايي افغانان د خوښۍ لپاره نه وي پيدا شوي او دا حق نه لري چې خپلې خوښۍ په څرګند ډول ولمانځي.

دوی يوازې کولی شي چې په ښکاره وژاړي او ښه په چيغو وژاړي، ځکه په غم او ماتم کې هر څوک ژړاي، خو افغانان بايد په خوشالۍ کې هم وژاړي.

دلته چې څوک خپلې خوشالۍ لمانځي ګرانه ده چې په خندا لړلي يې ولمانځي، په همدې وجه مجبور دي چې خوشالۍ هم د غمونو په څېر په غم لړلي ولمانځي.

ښايي دا شعر شاعر يوازې د افغانانو لپاره ويلی وي:

دنيا د غم په ورځ پيدا ده

دنيا د غم ټالۍ وهي ورانه به شينه.

غم له غمه نه شرميږي، که موږ د خپل حالت د بدلون لپاره هڅه او هاند ونه کړو، کېدای شي له دې وروسته مو څوک د غم لمانځلو ته پرېنږدي.

يادونه:

دا ليکنه تيره ورځ، په خوست ولايت کې د شپې له خوا د چنار مشاعرې په اطرافو کې د هغې چاودنې چې يو سرتيری په کې شهيد شو او په سهار يې په ننګرهار کې د واده په هغه مراسمو ځانمرګی بريد چې له پنځوسو ډېر کسان په کې مړه او ټپيان شول، په اغېز ليکل شوې ده.