په غور کې د استیناف څارنوال په ګډون شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غور ولایت د امنیې قوماندانۍ امنیت آمر وحیدالله نظامي وایي، چې د دې ولایت د استیناف څارنوال عبدالمؤمن او ورور یې فیروز کوه ښار ته څېرمه په بهاري کلي کې، چې نورخپلوان یې هم ورسره ول؛ د نامعلومه وسله والو له خوا ووژل شول.
د غور د امنیت آمر وایي، چې په دې پېښه کې د دې ولایت د پوهنې ریاست د یو کار کوونکي په ګډون درې تنه نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په همدې ورځ په دې ولایت کې د پولیسو یو بل مامور هم د نامعلومه وسله والو له خوا په ډزو ټپي شوی و.
تر اوسه د دې پېښو مسؤولیت د کوم چا له خوا نه دی منل شوی.