د غور ولايت د مرکز اړونده په يوه کور کې د چاودنې له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غور ولايت دامنيه قوماندانۍ د امنيت امر ضياء الدين ثاقب د مرغومي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې داپېښه نن غرمه مهال د ولايت د مرکز فيروز کوه ښار په يوه څنډه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، يوتن چې ښايي ځانمرګى بريدګر به وي او د بريد لپاره يې تيارى نيولو چې په کور کې يې توکو چاودنه کړې ده.
ضيايي وايي، په دې چاودنه کې د ياد تن په ګډون دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
خو د امنيت امر وايي، دا نه ده معلومه چې د بريدګر د بريد موخه کوم ځاى و او ياده مرګ ژوبله ټوله ديوې کورنۍ غړو ته اوښتې ده.
د غور د ولايتي روغتون رييس جمعه ګل يعقوبي رسنیو ته وويل، په دې چاودنه کې يو ماشوم وژل شوى، درې مېرمنې او درې ماشومان ټپيان شوي دي.
هغه ديوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.