په فرانسه کې د اسپانیا پولې ته نږدې د پرپیګنان په ښار کې د زده کوونکو بس د ریل ګاډي سره وجنګید.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې ۴ تنه مړه او ۲۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پرپیګنان د ښار والي فیلیپي ویګنس خبري رسنیو ته وویل چې د میلاس په کلي کې د زده کوونکو بس د ریل ګاډي سره وجنګید. هغه وویل چې پدې پيښه کې ۴ تنه مړه او ۲۴ تنه نور ډیر سخت ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې ۲۱ تنه زده کوونکي او درې تنه هم د ریل ګاډي مساپر ډیر خو ډیر سخت ټپيان شوي دي.
د فرانسې د اوسپنیزو پلټو ادارې ویلي دي چې د پيښې پر ځای کې د خبرداری څراغونه، موانع او هر څه موجود او فعاله ول. یادې شوې ادارې ویلي دي چې د پیښې پر مهال په ریل ګاډي کې ۲۵ تنو مساپرو او دوو تنو د ریل ګاډي تخنیکرانو شتون درلود.
د فرانسې لي موندا ورځپاڼې بیا ویلي دي خطا د زده کوونکو د بس چلوونکي وه. نوموړي د موانع سره سره د ریل ګاډي د پټلۍ د سر نه د تیریدو هڅه کړې ده .
د بله پلوه د فرانسې لومړي وزیر د پیښې د ځای نه لیدنه وکړه او وویل چې د زده کوونکو په بس کې د ۱۳ او ۱۷ کلونو ترمنځه د منځني ښوونځي او لیسې زده کوونکو شتون درلود. هغه د مرګ ژوبلې د شمیرې په اړه څه ندي ویلي.
د پرپیګنان والي بیا د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه ښودلې ده .