د جنوبي وزیرستان سلګونه پښتنو ځوانانو د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پشتین په پلوې هم شعارونه ور کول او له پاکستانه یې وغوښتل چې د دوی پر وړاندې د ترهګرۍ په نوم جګړه دې پای ته ورسوي.
پاکستان د قومي ورځ په داسې حال کې پرون ولمانځله چې په قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان کې پښتنو یې پر وړاندې لاریون وکړ.
د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه کې د لسګونه موټرو کاروان چې د پاکستان ضد او د پښتون ژغورنې غورځنګ په پلوۍ شعارونه یې ور کول د خپل اعتراضي غونډو د دوام یادونه کوله.
اعتراض کوونکو ویل چې پاکستان د ترهګرۍ په نوم د پښتنو د له منځه وړلو لړۍ پېل کړې چې ژر تر ژره دې ودرول شي.
د دوی په خبره د پوځ لخوا وزیرستاني قبایل خپلو سیمو ته نه پرېښودل کیږي او پخپل وطن کې یې بې وطنه کړي دي.
د قومي وطن پارټۍ دوه غړو عارف وزیر او اصغر وزیر ټینګار وکړ چې پاکستان دې د دوی حقونو ته درناوی وکړي.
دا لاریون په داسې حال کې تر سره شوی چې په لر او بر کې د پښتون ژغورنې په پلوۍ لاریونونه او غونډې دوام لري.
د جمعې په ورځ په جلال اباد کې هم لسګونه مدني فعالانو هم د کوزې پښتونخوا د پښتنو په پلوۍ لاریون وکړ.
جمشیدملکزی