په لندن کې له جوماته پر راوتلو کسانو ګاډی خېژول شوی

د لندن په شمال کې یو ګاډی پرهغو کسانوخيژول شوی چې جومات څخه دکورپه طرف دلمانځه وروسته روان وچې ګڼ شمیرکسان يې ژوبل کړي.

دلندن پولیس وايي، یو مشکوک کس یې د پېښې په تور نیولی دی.

پېښه دتیره شپه فینزبري پارک کې یوه جومات ته څېرمه شوې چې ددغې سیمې ډېری اوسېدونکي مسلمانان دي.

ویل کېږي ډېری خوږ شوي کسان هغه مسلمانان دي چې له تراویح وروسته له جوماته وتلي وو.

عیني شاهدانو ویلي، دا سیمه ډېره له ګڼې ګوڼې ډکه وه، ځکه چې لمونځ کوونکي د وتلو په حال کې وو.

یوې ښځې ویلي، په سیمه کې یې چیغې واورېدې او ځینو کسانو ویل لارۍ پر پلي کسانو وروستل شوه.

دغې ښځې رسنیوته وویل: “یوه سپینه لارۍ د فینزبري پارک جومات بهر وه او ښکارېده چې له لمانځه وروسته له جومات بهر پر لمونځ کوونکو وروستل شوې وه.

دا وايي هلته یې امبولانسونه، د اوروژنې ګاډي او پولیس ولیدل.

پولیسو په ځايي وخت د شپې ۱۲:۲۰ بجې وویل دوی ته خبر ورغی چې سیمې ته د بېړنیو مرستو ډله استول شوې ده.

د لندن د امبولانسونو د خدمتونو برخې ویاند ویلي: “د پېښې سیمې ته مو ځینې امبولانسونه واستول.”

تر اوسه د احتمالي وژل شویو او ټپیانو شمېر نه دی اعلان شوی.