په لندن کې په یولوړپوړې وداني کې د اورلګېدنې د مړو شمېر ۳۰ تنوته ورسيد

د لندن پولیسو تایید کړه چې د لندن په لوېدیځه سیمه کې د استوګنې یوې ودانۍ کې د اور لګېدلو له امله د مړو شمېر ۳۰ ته رسېدلی او ښايي تر دې هم ډېر شي. د ۱۲ کسانو مړي د مړو خونې ته لېږدول شوي او د نورو لا په ودانۍ کې دي.

د لندن د پولیسو یو قومندان سټوارټ کنډي وايي: “اوسمهال ۲۴ ټپیان په روغتون کې دي او د ۱۲ کسانو حالت نازک دی. ”

ښاغلي کنډي د خواشینۍ په څرګندولو وايي، د دې وېره شته چې د مړو شمېر تر دې هم ډېر شي. دی وايي ګومان نه کوي په ودانۍ کې دې نور څوک ژوندي ایسار پاتې وي.

تر دې وړاندې د مړو رسمي شمېر ۱۷ و او تر دېرشو ډېر کسان په روغتون کې بستري ول.

د پولیسو قومندان وویل، یو کس روغتون ته ژوندی ولېږدول شو خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

ښاغلي کنډي چې د اور د لګېدو لامل یې ونه وایه وویل: “اوس هم داسې نښې نښانې نشته چې ګواکې ودانۍ ته دې قصدي اور وراچول شوی وي “.

ویل کېږي دغې ودانۍ کې نژدې ۶۰۰ کسان اوسېدل.

د برتانیا ملکه په دې کار ستایل شوې چې د خواشینوونکو پېښو پر مهال له قربانیانو سره له نژدې ګوري.

دا په داسې حال کې دی چې نن د برتانیا ملکه دوهمه الیزابت د اورلګېدنې سیمې ته ورغله او له عامو خلکو سره وکتل. ملکې د کتنې پر مهال له خلکو سره غمشریکي وکړه او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې د خبرو پر مهال د هغوی خواشینوونکې کیسې واورېدې.

بله لور ته پر لومړۍ وزیرې تېریزا مې چې پرون یې د پېښې له سیمې لیدنه کړې وه، نیوکې شوي چې ولې یې د پېښې له قربانیانو سره نه دي کتلي.

لومړۍ وزیره مې د پېښې سیمه کې له چارواکو سره وکتل او څېړنو د پیل کولو لارښوونه یې ورته وکړه خو له خلکو سره نه کتل او له سیمې لاړه.

لومړۍ وزیرې مې د چټکې څېړنې د ترسره کولو امر کړی دی.

دغې ۲۴ پوړېزې ودانۍ کې اور وړمه ورځ سهار وختي ولګېد چې ویل کېږي ډېری اوسېدونکي یې ویده ول.

ګرینفل ټاور نومې دغې ودانۍ چې ۱۲۰ اپارتمانه یې درلودل، د ښاروالۍ اړوند وه، خو ویل کېږي ساتنه یې یوه خصوصي شرکت کوله.

ګرینفل ټاور ودانۍ په ۱۹۷۴ کال کې جوړه شوې ده چې د حکومتي کورونو د یوې لویې پروژې برخه وه.