په لندن کې په یوه ودانۍ کې اور لګېدلي

په لندن کې یوې ۲۷ پوړیزې ودانۍ اور اخیستی دی. د راپورونو له مخې دغې ودانۍ تېره شپه ناوخته اور اخیستی خو لامل یې تر اوسه نه دی روښانه شوی. د اوروژنې ځايي ادارې ویلي، چې اور په دویم پوړ کې لګېدلی او پورته تللی دی، چې په پایله کې یې په ټوله ۲۷ پوړیزه ودانۍ کې خور شوی دی. په سیمه کې د اطفايي د ادارې مشر ویلي، په پېښه کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی، ځکه دوی له امکاناتو په استفادې خلک ژغورلي دي. هغه زیاته کړې، په لوګیو او لوخړو کې د خلکو ژغورل ګران کارو، خو دوی بریالي شوي دي. لا هم ددغه ودانۍ اور نه دی کابو شوی، د اطفاېې ۴۵ موټران او ۲۰۰ کارکوونکي په اور وژنه لګیا دي. دغه پېښه د کنزینګتون په شمال کې رامنځ ته شوې ده.