په لومړي پړاو کې ګټونکی معلوم دی او اجرائیه ریاست ته اړتیا نشته

د جمعیت ګوند اجرائیه رئیس عطامحمد نور په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښیې؛ یو نوماند په لومړي پړاو کې بریالی  دی او دوهم پړاو ټاکنو ته اړتیا نشته.

نوموړي په خپله خپره شوې اعلامیه کې دا نه ده څرګنده کړې، چې په لومړي پړاو کې څوک ګټونکی دی؛ خو په وینا یې ځینې کړۍ له همدا اوس نه د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د نه منلو اراده لري، تر څو اجراییه ریاست ته ځان ورسوي.

نوموړي زیاته کړې، دا ځل اړتیا نشته چې بایلونکي ټیمونه خلک د تېر په څېر سړکونو ته راوباسي او ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې شي؛ ځکه چې افغانستان په حساس پړاو کې دی او د بحران حوصله نلري.

نوموړي د افغانستان ټول ولس ته په ټاکنو کې د ګډون مبارکې ویلې ده او په دې حساس وخت کې یې په ولسمشریزو ټاکنو کې د هغوی ګډون ستایلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي عطامحمد نور په ولسمشریزو ټاکنو کې د حنیف اتمر له ټاکنیز ټیم څخه ملاتړ کولو؛ خو کله چې د هغه ټیم وپاشل  شو، نو بیا یې په غیر علني توګه له ولسمشرغني خپل ملاتړ څرګند کړ.