په لوګر کې سږکال د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زياتوالی راغلی دی

‏د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، چې سږ کال په دې ولایت کې په ۲۲ زره او ۴۰۰ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي، چې د تیرو کلونو په پرتله باندې ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي. د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست په خبره،چې تمه ده سږ کال په دې ولایت کې له کرل شویو ځمکو څخه ۶۶ زره او ۶۴۰ ټنه غنم ترلاسه شوي دي.