په ماشومانو کي د ناوړه عادتونو د له منځه وړلو لاري چاري

ژباړه: مدثر دعوت

مور اوپلار د ماشومانو د عادتونو او چلند په بدلون کي ډېر مهم رول لوبوي.

والدين چي په کومه اندازه دخپلو اولادونو لپاره مينه ناک وي، بايد پياوړي او ثابت هم وي، دغه ترکيب دوۍ ته دا توان ورکوي چي دکورنۍ په زړه کي خوندي او د احترام څخه ډک يو ارام چاپيريال رامنځته کړي.

په دې مقاله کي هڅه سوې تاسو ته داسي لاري چاري او تخنيکونه چمتو کړو چي ستاسو سره دماشومانو د ناړوه عادتونو په له منځه وړولو کي مرسته کولای سي.

خپل محدوديتونه په دقيق او سم ډول څرګند کړئ

په کورني چاپيريال کي داسي محدوديتونه رامنځته کړئ چي له امله يې  د بې پروايۍ او سترګو پټولو مخه ونيول سي. که تاسو په کورکي په واقعيت سره قانون جوړوئ نو تاسو بايد ورته ژمن و اوسئ، او عملي يې کړئ.

دبيلګي په ډول که چيري ماشوم داسي يوعمل ترسره کوي چي هغه ستاسو له نظره بده کړنه او عادت وي،نو تاسو هڅه وکړئ هغه شيان چي ددوۍ خوښ دي او ورته ګران وي د لنډ وخت لپاره يې ترې ليري وساتئ،لکه کارټون کتل،لوبي کول اونور هغه کارونه چي ماشوم په ورځنيز ژوند کي ترې خوند اخلي .

که ماشوم بيا هم څو ځلي دغه بد عادت تکراروي نو تاسو يې هم په هرځل همداسي مجازات کړئ،په تدريجي ډول ماشوم دا زده کوي چي دا ناخوښه عمل بايد پريږدي،بياځلي يې تکرار نه کړي.

دخپلو ماشومانو ورځنيز ژوند ته بايد پاملرنه وکړئ

دماشوم د ژوند پر ټولو اړخونو څارنه اوکنټرول د سخت ګيرۍ او تهديد مانا نه لري، په پوره پاملرني سره د خپل ماشوم ورځنيز ژوند، عادتونه او چلند وڅارئ، دبيلګي په توګه ماشوم دچاسره ملګرتيا کوي؟، په ښوونځۍ کي يې د زده کړو روان بهير څه ډول دی؟، اوکله چي دی دځوان نسل سره مخامخ کيږي دا شک ولرئ چي ايا سګرېټ ياکوم بل ډول نشيي مواد خوبه نه استعمالوي.

خپل ماشومان په غيرمستقيم ډول وپوهوئ چي تاسو دهغه څه په اړه د ډېر احتياط څخه کار اخلئ چي دوۍ ورسره مخامخ کيږي،او هغه ناوړه چلند چي  تاسو يې په لږ احتمال ترسره کوئ په اړه يې اندېښنه کوئ،خو دا هرومرو په ياد ولرئ چي په کورکي داسي چاپيريال او فضا رامنځته نکړئ چي ماشوم تهديد او وويريږي،هغه بايد دخپلي خوښي په لارې دښه عادتونو او چلندونو دترسره کولو لپاره دحق اوغلط عمل په سمه ماناو پوه سي.

د محدوديتونو او خنډونو رامنځته کول يو له هغو لارو چارو څخه دي چي کولای سي په اولادونو کي مو مثبت عادتونه رامنځته کړي.

بحث او خبري اتري وکړئ.

د ورځي په اوږدو يا اونۍ کي دهغو محدوديتونو په اړه چي تاسو وضع کړي له خپلو نويو ځوانانو او ماشومانو سره پرې بحث او خبري وکړئ،دخپل قانون هر دليل ورته روښانه کړئ،او د دوۍ غبرګون ته هم پاملرنه کوئ، اجازه ورکړئ چي ماشوم هم خپل نظر څرګند کړي، د دوه اړخيزو خبرو په ترڅ کي چي کله تاسو ددوۍ خبرو ته غوږ نيسئ ماشومان ځان ارام احساسوي،خوند ورکوي چي خبري يې اورېدل کيږي،پرځان يې باور زياتيږي، اوترټولو مهم ،په کورکي د هرډول قوانينو او محدوديتونو په اصلي لامل پوهيږي.

له هغوۍ سره ديو بالغ اوځوان په څېر خبري وکړئ.

يو له هغو کارونو څخه چي دماشومانو پرناوړه چلند او رفتار مثبت تاثير لري له دوۍ سره په خوشحاله لهجه خبري کول دي،تاسو له ماشومانو سره دخپل يو نيږدې ملګري يا يو همکار په څېر خبري وکړئ،هيڅکله په تنده لهجه مه ږغېږئ،خشونت ته لار مه هواروئ،ځکه کېدای سي هغوئ هم متقابل غبرګون وښيي.

په هرڅه کي دملګرتيا فضا مه غوره کوئ.

دمحدوديتو او خنډونو وضع او روښانه کول يو له هغه لاملونو څخه دي چي ماشومان له ناوړو عملونو څخه راګرځوي،دمثبتو عادتونو په لوريې تشويقوي. په ياد ولرئ د والدينو په حيث يوازي ستاسو دنده دا نه ده چي له خپلو اولادونو سره د ملګرتيا او انډيوالۍ فضا جوړه کړئ،او نور دي هيڅ ډول محدوديت نه وي، تاسوبايد وپوهېږئ چي ستاسو اولادونه دخپل تدريجي ودي اوشخصيت جوړوني لپاره هغو محدوديتونو ته اړتيا لري کوم چي تاسو ټاکلي دي، دوۍ دهمدې محدوديتونو په څنګ کي وده کوي،يوې بالغي نړۍ ته ځي، ځوانيږي اوخپل شخصيت جوړوي.