په ماشومانو کې پر موبايلونو اعتياد يي د نشه يي توکو سره پرتله کړي!

د اعتياد د درملنې متخصصین وایي، ماشومانو ته یو ځل ځیرک ټليفون ورکول داسې دي لکه د نشه یي توکو د کارولو اجازه مو چې ورکړې وي.

لندن مېشتي ښوونکي او د ښوونځيو مدیران په دې وروستيو کې سره راټول شوي او ویلي یې دي چې د ټولنیزو شبکو کارول او له ځیرکو ټليفونونو ګټه اخیستنه د ماشومانو لپاره داسې دي لکه نشه یي توکي چې کاروي.

په دې غونډه کې د تخنیکي وسایلو یوې کارپوهې سالیګاري ویلي:

“زه تل وایم که تاسو خپلو ماشومانو ته یو ځل هم ځیرک ټليفون یا ټبلېټ ورکړی، تاسو په اصل کې هغوی ته نشه یي توکي ورکړي دي”

څېړنو ثابته کړې، هغه ماشومان چې عمرونه یې د ۱۲ او ۱۵ کلونو تر منځ دي، که ډېر له ډېجېټلي وسایلو او ځېرکو ټليفونونو سره سر و کار ولري، نو نه شي کولی چې د مجازي او حقیقي ژوند تر منځ تعادل وساتي.

مېرمن سالیګاري وایي، ان هغه کسان چې عمرونه یې له ۱۶ تر ۲۰ کلونو پورې دي، ډېری یې پر دغه وسایلو معتاد کېدای شي.

څېړونکي سپارښتنه کوي، چې میندې او پلرونه باید په جدي ډول د خپلو اولادونو خوب او ورځینو کارونو ته پاملرنه وکړي.

لیکنه : ډاکترنویدخپلواک