په ماشوم کې څه وخت د کار کولو حس را ژوندی کېږي؟

په ماشومانو کې له اتلس میاشتو وروسته د کار کولو حس را ژوندی کېږي او غواړي چې له خپل مور او پلار سره په کارونو کې مرسته وکړي.

دوی په دې برخه کې ډېر پلټونکي وي او د کار ارزښت یې دې وخت کې ډېر پورته وي. د یوه مور او پلار لپاره لازمه ده‎ چې په دې برخه کې د هغوی په روزلو کې مرسته وکړي او هغوی ته لارښوونه وکړي.

د ماشومانو د روزنې کتاب لیکونکی« پروفیسر راجر ډبلیو مکنټایر» په دې اند دی چې ماشوم باید په کور کې یو لړ مسوولیتونه ولري. له لاندنیو لارو چارو څخه په ګټې اخیستنې کولای شی هغه خپل مسوولیت ته متوجه کړی او په څنګ کې ور سره مرسته او ورته لارښوونه وکړی.

  • هېڅکله په ماشوم فشار مه راوړئ چې کار دې په سم او اساسي ډول بې له کومې تېروتنې تر سره کړي.
  • له ماشوم څخه دا تمه مه کوئ چې ټول کارونه دې په سم ډول تر سره کړي. هڅه وکړئ چې د ماشوم په کار کې په مستقیم ډول ځان دخیل نه کړی.
  • کېدای شي تاسو فکر وکړی چې ماشوم لا کوچنی دی او د دغه کار د تر سره کولو توان به ونه لري، خو ستاسو د فکر برعکس د ماشوم فکر او توانایي له هغه څه ډېره پورته ده، چې تاسو یې په اړه فکر کوی.

سرچینه :     مسیر ورځپاڼه