تیره شپه په ناوخته ساعتونو کي د روسیې د پلازمینې مسکو په لویدیځ کي دوه ریل ګاډي سره وجنګیدل.
د لومړنیو معلوماتو له مخې په پیښه کي تر ۵۰ ډیر کسان ټپیان شوي دي.
د مسکو د ریل ګاډو ادارې ویلي دي چي تیره شپه په لسو بجو او ۱۶ دقیقو یو ریل ګاډی چي د مسکو نه د بیلاروس پر لورې روان وو د مسکو په لویدیځ کي د یو بل ریل ګاډي سره وجنګید.
په پیښه کي تر ۵۰ ډیر مسافر ټپیان شوي دي.
د مسکو د بیړنی حالاتو وزیر بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چي د ټپیانو نه د ۶ تنو روغتیايي حالت ډیر نازک دی.
هغه ویلي دي چي په پیښه کي تر اوسه پورې چا ژوند د لاسه ورکړی ندی خو د ټپیانو نه د ځینو روغتیايي حالت ښه ندی.