په روسیه کې سخت توپان لګیدو ۱۱ کسه وژلي او تر ۴۰ ډیر نور یې ټپیان کړي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې دغه توپان د روسیې په پلازمینه مسکو کې لګیدلی دي او ودانیو ته یې هم زیانونه اړولي دي.
د مسکو ښاروال سرګي بیانین ویلي، چې په توپان کې ۱۱ کسه وژل شوي او ښايي تر ۴۰ ډير ټپیان وي.
د روسیې د انرژۍ وزارت ویلي، چې توپان برېښنا پرې کړې ده، د ګاډو نظم یې خراب کړی دی او دمګړی په مسکو کې زرګونه کورنۍ برېښنا نه لري.
یاد وزارت ویلي، دوی هڅه کوي چې ترانسپورت بېرته منظم او د برېښنا سیستم ژر تر ژره فعال کړي ترڅوخلک دیادستونزوڅخه وژغورل شي.