په مصر کې انتحاري برید کوونکو ۲۶ سرتیري ووژل

د مصر امنيتي چارواکي وايي، دوو ځانمرګي بريدکوونکو د سينا په ټاپووزمه کې پر یوه امنيتي پوسته انتحاري حمله وکړه چې دحملې په ترڅ کې یې د مصري ۲۶سرتېري يې ووژل.

دا حمله د رفح ښار جنوب ته شوې چې د فلسطين له غزه تړانګې سره پوله لري.

په دې سیمه کې داعش سخت دريځي د مصر حکومتي ځواکونو پر وړاندې حملې کوي. دغه جګړه له هغه راهیسې روانه ده چې د مصر ځواکونو په ۲۰۱۳میلادي کال کې د اسلامي سخت دريځي ولسمشر محمد مرسي حکومت ړنګ کړ او د ده د ملاتړي يې ځپل پيل کړل.