په مونا بهايي۳ کې به سرکټ نه وي

هندي رسنۍ وايي، د هند وتلي فلم لارښوود راج کمار هيراني پرېکړه کړې ده چې د مونا بهايي سريال درېيمه برخه جوړه کړي، خو په دې برخه کې به ارشد وارثي د سرکټ په بڼه نه لوبېږي.

دوی وايي، راج کمار هيراني د سنجو فلم تر خپرېدو وروسته پرېکړه کړې ده چې دا ځل به په مونا بهايي۳ کې د ارشد وارثي پر ځای، رنبير کپور د سرکټ په بڼه لوبېږي.

څو ورځې وړاندې د رنبير کپور وروستی فلم سنجو، چې د سنجې دت پر ژوند جوړ شوی، بازار ته راغلی و او تر نورو ټولو فلمونو يې ډېرې پيسې ګټلې وې.

تمه د چې پر مونا بهايي۳ به راتلونکی کال کار پيل شي، خو خلکو نيوکې کړې دي چې که ارشد وارثي په مونا بهايي۳ کې نه وي، خوند به و نه کړي

سرخط ورځپاڼه