په مکسیکو کې د کبانو باران شوی

د مکسیکو چارواکي واېي، د هېواد په تاولیپاس ایالت کې د باران پرمهال له آسمانه کبان راورېدلي دي.

د سیمې خلکو او چارواکو رسنیو ته ویلي، دا پېښه په یوه داسې سیمه کې رامنځ ته شوې، چې له سیند څخه لږ لرې ده، او هغه داسې چې له باران نه وروسته خلکو کوچني کبان موندلي دي.

که څه هم په رسنیو کې دغه خبر د ډیرو خلکو توجه ځانته جلب کړې؛ خو د مکسیکو چارواکي واېي، چې دا رنګه پېښې پخواهم دلته رامنځ ته شوې دي.

ساینس پوهان دا یوه طبیعي پېښه ګڼي او زیاتوي: په سمندرونو کې د شدیدو توفانونو له امله کوچني کبان د بوربوړکیو په واسطه د ځمکې پورتنۍ طبقې ته وړل کیږي، چې وروسته بیا د باران له څاڅکو سره ځمکې ته پرېوزي.