په میدان وردګو ولایت کې په یوه امنیتي پوسته موټر بم برید شوی

نن سهار شاوخوا ۴ بجې ميدان وردګ ولايت کې د افغان ځواکونو پر یوه امنیتي پوسته موټر بم بريد شوی.
د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریفزی پېښه تائیدوي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
بلخوا عیني شاهدان وايي، بريد د سیداباد ولسوالۍ د شیخ اباد بازار کې د ملي اردو په ثقیله ټولي شوی، چې له امله یې خوا او شا کلیو کې د کورونو ښیښې او دروازې مات شوي دي.