د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي چې د یاد ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د تنګي په دره کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې، ۷ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۵ نیول شوي دي.
د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په یادو عملیاتو کې یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.
عبدالرحمن منګل زیاتوي:د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره کې تېره شپه د مرکز او ولایت د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لهخوا د شپې عملیات ترسره شول چې په نتیجه کې یې ۷ طالبان وژل شوي او ۵ کسانيې هم ژوندي نیولي چې هغهيې هم له ځانه سره وړي دي، همدارنګه یوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.”
عبدالرحمن منګل زیاته کړې چې په وژل شویو طالبانو کې ۴ کسه د لوګر او پاتې د تنګي درې اوسېدونکي وو.
تنګي دره له لوګر ولایت سره ګډه پوله لري چې د وردګو له ناامنو سیمو بلل کېږي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د یادو عملیاتو په باب رسنیو ته څه نهدي ویلي.