په نایجریا کې ځانمرګي برید ۳۸کسانوته مرګ ژوبله اړولې ده

په نایجریا کې ځانمرګي برید ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله پېښه کړې. د رسنیو د راپور له مخې، ځانمرګی برید د نایجریا په شمال ختیځه سیمه کې شوی، چې ۳۸ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د الجزیرې تلویزیون په راپور کې راغلي، چې یاد برید د بوکوحرام وسله والې ډلې لخوا د ولسي وګړو د استوګنې په سیمه کې شوې او ۱۴ کسان په کې وژل شوي دي. د سرچینې په خبره وژل شوي ټول ملکي وګړي دي، چې د بوکوحرام ډلي له ویرې یادې سیمې ته کډه شوي وو. بوکوحرام په یاد هېواد کې سخت دریځې وسله واله ډله ده، چې له القاعده سره نږدې اړیکې لرې.