په نرخ کې پسرلنۍ مشاعره وشوه

د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ کې له کلونو ځنډ وروسته د دغه ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې لخوا پسرلنۍ مشاعره جوړه شوه،چې په کې نږدې سل تنو ګډون کړی و.

دغه مشاعره،چې د نرخ ولسوالۍ په مقام کې جوړه شوې وه،په کې د چارواکو سربیره ګڼ شمېر ځوانانو او مخورو برخه اخیستې وه.

د نرخ ولسوال ښاغلي محمد حنیف حنیفي د دغې ولسوالۍ د ځوانانو له لورې د مشاعرې جوړول یو نیک ګام وباله.

ده شاعران د ټولنې مهم کسان یاد کړل او په وینا دوی کولای شي،د شعر په ژبه د اصلاح په موخه انتقاد او ستاینې ترڅنګ د جګړو غندنه،د سولې غوښتنه او نور مهم موضوعات یاد کړي.

  څو تنو نورو مشرانو هم د خپلو خبرو په ترڅ کې له کلونو وروسته په نرخ ولسوالۍ کې د مشاعرې پر جوړېدو خوښي ښکاره کړه او زیاته کړه،راتلوونکې مشاعره به په یوه کلیوالي سیمه کې جوړه او ترسره شي.

وروسته د لسګونو شاعرانو له لورې د سولې،امن،یوالې،مڼو د ارزښت او نورو بېلابېلو موضوعاتو اړوند خپل لیکلي شعرونه ګډونوالو ته واورول.

څو ورځې وړاندې په چک ولسوالۍ کې هم له کلونو ځنډ وروسته د لسګونو کسانو په ګډون مشاعره ترسره شوه.

د میدان وردګو ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وایي،ټاکل شوې،ډېر ژر په سیداباد ولسوالۍ کې هم ورته مشاعره ترسره شي.