په ننګرهار ولایت کې لسګونه دولت ضد وسله وال وژل شوي دي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په ننګرهار ولایت کې د افغان امنتي ځواکونو او بهرنیو ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د داعشیانو او وسله والو طالبانو شاوخوا ۳۰ تنه وژل شوي دي.

دفاع وزارت زیاتوي، دغه عملیات افغان امنیتي ځواکونه له څو ورځو راهیسې د یاد ولایت په نا امنو ولسوالیو کې د غوڅ ماموریت (ناټو) په ملاتړ مخته وړي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند فواد امان نن یکشنبه وویل، چې تېره شپه د دې عملیاتو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت پچیر اګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۶ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

نوموړی زیاته کړه، چې په ورته مهال کې د یاد ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې هم ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

فواد امان وایي، په ننګرهار ولایت کې د دې عملیاتو زیاته برخه افغان امنیتي ځواکونه مخته وړي؛ خو کله چې دغه ځواکونه له ستونزې سره مخ شي، نو بیا بهرني ځواکونه هم په عملیاتو کې ونډه اخلي.