په ننګرهار کی پیل شوي عملیات له دفاعی حالته تعرضي حالت ته اوښتي

امنیتي ځواکونه وایي، د یاد عملیاتو په ترڅ کی د وسلوالو طالبانو یو سیمه ئیزقوماندان په ګډون (۴) تنو وسلوالو طالبانوته مرګ ـ ژوبله اړول شوې ده.

له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څلورمی پلی لوا قوماندانۍ څخه په خبره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات یې د وسلوالو طالبانو له لوري له لاسلیک شوي تړون څخه د سرغړاوي په صورت کې پیل کړي دي.

اعلامیه زیاتوي تیره ورځ د مهمندری ولسوالۍ په غوړکي سیمه کی د روانوعملیاتو د دوام او د دفاعی امنیتی ځواکونو د تعرض په ترڅ کی د وسلوالوطالبانو یو سیمه ئیزقوماندان تحویل چې مشهور په منصور دی، وژل شوی او (۳) تنه وسلوال یی سخت ټپیان شویدي.

وسلوالو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.