سباوون ستوري ادارې په خپلو علمي پروګرامونو کې پرون د سباوون ستوري خصوصي ښونځي افتتاح وکړه.
د ښوونځي دغه پرانېست غونډه، چې د سباوون ستوري مسلکي انسټېټیوټ او راډیو د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې په کې ګڼ شمېر مدني فعالانو، ژورنالېستانو، قومي مشرانو، د زده کوونکو والدینو او زده کونکو برخه اخېستې وه.
د یادې غونډې دپرانیستې وینا د سباون ستوري مسلکي انسټېټیوت او راډیو عمومي مرستیال سراج الدین حلیمزي وکړه. نوموړي د سباون ستوري ادارې په فعالیتونو رڼا واچوله ورپسې د سباوون ستوري ادارې بنسټګر شریف الله شیرین وینا وکړه.
ښاغلي شیرین د سباوون ستوري خصوصي ښوونځي اړوند مختصر معلومات ورکړل، د دې ترڅنګ دپوهنې ریاست د نشراتو مدیر محمد کریم ناصري بیا د معارف په اوسني وضیعت رڼا واچوله او ویې ویل، چې د معارف وضعیت دپخوا په پرتله اوس ډېر ښه شوی دی او د سباوون ستوري له ادارې سره یي د کتابونو د مرستي ژمنه هم وکړه.
د ځوانانو پارلمان دوهمې مرستیالې مقدسې احمدزې ژمنه وکړه، چې دسباوون ستوري له ادارې سره به هراړخېزه مرسته کوي.
همدارنګه د جلال کوټ ادبي خوځښت مشر ارشاد رغاند هم د دغې لېسې په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او په ځایي خلکو یې غږ وکړ، چې د خپلو بچیانو د ښې روزنې لپاره سباوون ستوری خصوصي ښونځی انتخاب کړي.
د غونډې په پای کې د سباوون ستوري راډیو او انسټېټیوت فعالو کارمندانو او استاذانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول، چې غونډه د پټۍ په پرېکولو سره پای ته ور سېده.