د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، د اوبو او انرژۍ وزير مولوي عبداللطيف منصور ننګرهار ته په سفر کې په روداتو ولسوالۍ کې د څه د پاسه ۱۰۹ ميليونو افغانيو په لګښت يو سربند، کانال، کارېز، ۱۲ کيلو متره سړک، ۲۴ چکډيمونه، د اوبو زېرمې او سلګونه متره استنادي دېوالونه چې چارې يې بشپړې شوې وې، ګټې اخيستنې ته وسپارل.