په نړیواله کچه دماشومانو په سرطان کې ۱۳ سلنه زیاتوالې راغلې

د روغتیا نړیواله اداره وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې په نړۍ کې د ماشومانو سرطان په سلو کې ۱۳ زیات شوی دی.
د سرطاني تحقیقاتو د نړیوالې ادارې له لوري له خپرو شویو شمېرنو سره سم، په وروستیو څو لسیزو کې د ماشومانو په منځ کې د سرطان ناروغي زیاته شوې ده.
د روغتیا د نړیوالې ادارې پر اساس د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ په هرو یو ملیون ماشومانو کې ۱۴۰ تنه تر ۱۴ کلونو کشر ماشومان په یو ډول سرطان اخته شوي یا یې سرطان تشخیص شوی دی او له دې ښکاري چې په ماشومانو کې د سرطان اندازه په سلو کې ۱۳ زیاته شوې ده.
تر ټولو د وینې سرطان زیات دی.