په نړۍ کي د اختر په زړه پوري رواجونه

راټولونکي: زړګی زیارمل

د روژې مبارکي پای ته رسېدل په کوچني اختر سره کیږي چي دا یوه د خوشحالۍ ورځ ده، د نړۍ په هره برخه کښي مسلمانان کوچنی اختر په خوشحالیو او رنګونو سره لمانځي خو په زړه پوري خبره داده چي د نړۍ په هر کونج کي اختر په مختلفو طریقو او رواجونو سره لمانځل کیږي.

د نړۍ په مختلفو سیمو کي د اختر لمانځلو په اړه معلومات ځانته حاصلول تاسو ته په زړه پوري ثابتیږي.

افغانستان

دکوچنی اختر ورځ د افغانستان د مسلمانانو لپاره ځانګړۍ اهمیت لري، کوچنی اختر په هیواد کي تر درو ورځو پوري په میلو او خوښیو سره لمانځل کیږي، د اختر لپاره تیارۍ لس ورځي وړاندي پیلیږي.

د کوچني اختر تر راتګ دمخه خلک د کورونو په پاکولو شروع کوي او تر اختر څو ورځي وړاندي خلک د بازارونو پر لور مخه کوي تر څو د اختر لپاره نوي کالي او ځیني خوراکي توکي رانیسي، د اختر د خوشحالیو په ورځو کي میلمنو ته د احترام او عزت په خاطر ډول ډول خوراکي توکي وړاندي کیږي چي مشهور یې کیک او قلچې دي.

افغانان په عموم کي د اختر لومړۍ ورځ پر کور تیروي او په نورو ورځو کي پر قریبانو او انډیوالانو پوښتنه او هغوی ته د اختر مبارکي وایي.

سعودي عربستان

په سعودي عربستان کي کوچنی اختر په ډیره خوشحالۍ او جوش سره لمانځل کیږي، د سعودي اوسیدونکي د اختر لپاره خپل کورونه ګلپوشه کوي او د میلمنو لپاره ځانګړي ځایونه جوړوي.

ټول خلک د اختر تر لمانځه وروسته په خپلو کورونو کي راټولیږي، کوچنیانو ته د سوغاتو ډکي بستې ورکوي، په سعودي کي دا هم یو لوی رواج دی چي خلک د اختر په ورځ ډیري وریجي او نور خوراکي شیان رانیسي او هغه د مسکینانو پر کورونو باندي ویشي.

پاکستان

په پاکستان کي د اختر په ورځ خلک سهار وختي نوي کالي اغوندي او د اختر د لمانځه لپاره ځانونه تیاروي، په اختر کي څو ورځي رخصتي وي او هلته ځیني اوسیدونکي یو او بل ته د اختر په مناسبت کارډونه توزیع کوي او هغوی ته دعوتونه ورکوي، په پاکستان کي عموماً اختر د کوچنیانو لپاره ډیر د خوشحالیو ډک وي نو ځکه لویان هغوی ته د اختر میله ورکوي او کوچنیان بیا په خپل اختیار سره دغه پیسې مصرفوي او د لوبو توکي پري رانیسي.

په پاکستان کي ډیری افغانان هم خپل د خوشحالیو ډک اختر لمانځي او یو بل ته د اختر مبارکۍ ورکوي.

تونس

په تونس کي د کوچنی اختر مراسم د درو ورځو څخه تر څلورو ورځو پوري لمانځل کیږي او حکومتي رخصتي یوازي د اختر لومړۍ او دوهمه ورځ وي، د قریبانو او انډیوالانو د میلمستیا لپاره ځانګړي ډول قلچې جوړوي او د ترکيې رواجي خوراکي توکي او ډول ډول کیک د اختر لپاره کورونو ته راوړي.

د اختر په ورځ د اتڼنونو او موسیقي میلې جوړیږي او همدارنګه ددې سره په څنګ کي د سوغاتونو ویشل هم روان وي، ماښام مهال د تونس اوسېدونکي د خپلو قریبانو او دوستانو کورونو ته د اختر د مبارکۍ لپاره ورځي د همدې امله په مسلمانانو کي خوشحالي خپره وي.

مصر

په مصر کي اختر درې ورځي لمانځل کیږي، د اختر په ورځو کښي پوهنتونونه، ښوونځۍ، حکومتي او نیمه حکومتي ادارې ټولي رخصت وي همدارنګه د اختر په ورځو کښي لوی لوی دوکانونه او هوټلونه بند وي. د اختر په ورځ لویان د خپلو ځانو سره کوچنیان مسجدونو ته بیایي او ښځي په کورو کي د اختر تیاری کوي.

د اختر تر لمانځه وروسته د مصر اوسېدونکي یو او بل ته د اخترمبارکۍ ورکوي، د مصر کورنۍ د اختر لومړۍ ورځ پر کور تیروي او دوهمه و درېیمه ورځ په سینماګانو، پارکونو او ساحلي سیمو کي تیروي. کوچنیانو ته په عموم کي نوي کالي په سوغاتو کي ورکول کیږي همدارنګه ښځو او میرمنو ته ځانګړي سوغاتونه ویشل کیږي.

بنګله دیش

په بنګله دیش کي هم د اختر مراسم تر درو ورځو پوري لمانځل کیږي او حکومتي رخصتي ورکول کیږي، د نورو اسلامي هیوادونو په څېر دلته هم د اختر د ورځي پيل په لمانځه سره کیږي او تر هغه وروسته د قریبانو سره ملاقاتونه کیږي، په اختر کي زکات او سرسایه هم ورکول کیږي.

په اختر کي نوي کالي اغوستل کیږي او په کورو کي د ځانګړو دعوتونو تیارۍ کیږي او ښځي خپل یو لاس په نیکریزو ښایسته کوي.

مالیزیا

په مالیزیا کي د کوچني اختر ځایي نوم هاري ریا عیدالفطري دی چي معنی یې د لمانځلو په ورځ سره کیږي، په مالیزیا کي خلک د اختر په لومړۍ ورځ ښایسته کالي اغوندي او د خپلو کورو دروازې همیشه خلاصي پریږدي تر څو قریبان، ګاونډیان او نور خلک په اسانی سره د اختر مبارکۍ ته ورسي.

په اختر کي رواجي اتشبازي هم کیږي چي په هغه کي د چین څخه راغوښتل سوي خاص ډول مواد کارول کیږي، ددې اتشبازی د لیدلو لپاره کوچنیان، لویان او ښځي د بازارو په لور مخه کوي، همدارنګه په مالیزیا کي د اختر په ورځ کوچنیانو ته د اختر میله ورکول کیږي چي هغه ته دوت رایا ویل کیږي.

اندونیزیا

په اندونیزیا کي کوچني اختر ته عیدالفطری او لیباران هم ویل کیږي، په اختر کي خلک د ضرورت وړ شیانو د رانیولو لپاره بازارو ته ځي او د اختر لپاره کالي، څپلۍ او ډول ډول خوراکي توکي رانیسي، د لیباران په ورځو کي د لیري لیري ځایو څخه خلک خپلو پلرني ټاټوبو ته ځي او هلته اختر تیروي.

پر همدې مهال د زړو خوابتیاوو د لیري کولو لپاره د مشرانو څخه بخښني غوښتل کیږي او خلک د خسرګنیو د کورو څخه ځانګړي لیدني کوي او هغوی ته د اختر د مبارکۍ لپاره ورځي.

چین

د چین جمهوریت د منل سوو ۵۶ نسلي ډلو څخه ۱۰ یې کوچنۍ اختر لمانځي چي ډیری یې مسلمانان دي، د حکومتي سرشمېرني د تعداد له مخي ددغه ډلو نفوس ۱۸ میلیونه وګړي دي. د اختر په ورځ د مسلمانانو په اکثرو سیمو کي حکومتي رخصتي وي او د یوې ورځي څخه تر درو ورځو پوري حکومتي رخصتي کولی سي.

امریکا

په امریکا کي مسلمانان د اختر د لمانځه د ادا کولو لپاره په اسلامي مراکزو کي سره راټولیږي او همدارنګه د اختر په ورځ په پارکونو کي هم د اختر لمونځ ادا کیږي. د مختلفو نسلونو او رواجونو مسلمانان پر یوه ځای الله تعالی ته سجده لګوي او د خدای پاک شکر ادا کوي.

ځیني خلک د اختر په ورځ لویي لويي میلمستیاوي تیاروي، د اختر مراسم تر درو ورځو پوري روان وي. لویان کوچنیانو ته د اختر میله ورکوي او همدارنګه کورنۍ په خپلو منځو کي سوغاتونه ویشي.