یکشنبه , 28 اپریل 2024

په نړۍ کې دکومو هیوادونو وګړي زیات په خونړیو پيښو کې وژل کیږي؟

 

تېر کال د امریکا په متحده ایالاتو او اروپایي هېوادونو کې ترورېستي حملو ته ډېر پام اوښتی، خو په دغسې حملو کې ډېر لږ تلفات دې هېوادونو ته اوښتي دي.

د یوه نوي کال په راپور کې چې د مریلېنډ پوهنتون د نړیوال ترورېزم د احصائیې پر اساس برابر کړی او د چهار شنبې په ورځ خپور شوی، ویل شوي چې د هغو ۳۴ زره ۶۷۶ کسانو چې تېر کال په نړۍ کې په ترورېستي حملو کې وژل شوي، یوازې په سلو کې څه کم یوه برخه‌یې په لوېدیځه اروپا او شمالي امریکا پورې تړلي او په نورو کې د وژل شویو کسانو څه کم دوه په دوی پورې تړلې دي.

افغانستان، پاکستان، عراق، سوریه او یمن کې په خونړیو حملو کې ډېر خلک وژل شوي دي.

په راپور کې دغه‌راز ویل شوي چې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې او په هغې پورې تړلو ډلو په لوېدیځ کې ډېره وېره رامنځته کړې، ډېر بریدونه‌یې په عراق، سوریه، افغانستان، پاکستان، نایجریا او د منځني ختیځ، جنوبي اسیا او افریقا په نورو برخو کې کړي دي.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د تر ټولو خونړیو ۱۱حملو ۹یې یوازې په عراق کې شوې دي.

یوازې په یوه حمله کې چې داعش په بغداد کې کړې وه، لږ تر لږه ۳۸۲ کسان په‌کې وژل شوي و.

تېر کال د ټولو ترورېستي حملو په سلو کې ۲۷یې په جنوبي اسیا کې شوي او په سلو کې ۲۲ تلفات هم دې سیمې ته رسېدلي دي.