په نړۍ کې د تمباکو د استعمالوونکو شمېر په کمېدو دی

د روغتیا د نړیوالې ادارې په تازه راپور کې ښودل شوي چې په نړۍ کې د نارینه وو په منځ کې د تمباکو استعمال مخ په کمېدو دی.

دا راپور وايي چې د خلکو د روغتیا او ژوند لپاره د حکومتونو هلوځلو ګټه کړې ده.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، دا لومړی ځل دی چې د تمباکو استعمال ته د خلکو لېوالتیا مخ په کمېدو ده.

د روغتیا د نړیوالې ادارې په راپور کې، چې پایلې یې نن (پنجشنبه) خپرې شوې، څرګندېږي چې له سیګرېټو څخه د خلکو د ژغورولو لپاره د حکومتونو په مشرۍ هڅو څنګه ګټه کړې ده.

راپور وايي، په وروستیو دوو لسیزو کې په مجموع کې په نړۍ کې د تمباکو استعمال لږ شوی دی.

د نړیوالې روغتیا ادارې د راپور له مخې، په ۲۰۰۰ م کال کې ۱ ملیارد او ۳۹۷ ملیون تنو تمباکو استعمالول خو په ۲۰۱۸ م کال کې د تمباکو د استعمالوونکو شمېر یو ملیارد او ۳۳۷ ملیون تنو ته رالږ شوی دی یعني په مجموع کې نژدې ۶۰ ملیون تنو له تمباکو لاس اخیستی دی.

خو د روغتیا نړیواله اداره وايي چې په یاده موده کې لا ډېرو ښځو تمباکو ته شا کړې ده.

په ۲۰۰۰ کال ۳۴۶ ملیون ښځو تمباکو استعمالول خو په ۲۰۱۸ کې د تمباکو د کاروونکو ښځو شمېر ۲۴۴ ته راټیټ شوی چې تر دوه زرم کال سل ملیونه لږې دي.

خو له دې سره سره چې تر ۲۰۲۵ پورې د دولتونو هدف دا دی چې د تمباکو استعمال دېرش سلنه کم شي، لا هم داسې نه ښکاري چې دا هدف به ترلاسه شي.

د اوسني پرمختګ له مخې، داسې ښکاري چې تر ۲۰۲۵ پورې به د تمباکو استعمال په سلو کې تر ۲۳ پورې کم شي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې پر اساس حاضردمه یوازې ۳۲ هیوادونه له دېرش فیصده هدف سره سم پرمخ روان دي.

د روغتیا نړیواله اداره وايي چې په ۲۰۱۸ م کال د ۱۳ او ۱۵ کلونو ترمنځ شاوخوا ۴۳ ملیونه ماشومانو تمباکو استعمالول چې د هغو په منځ کې ۱۴ ملیونه نجونې او ۲۹ ملیونه هلکان وو.

راپور وايي چې په اسیايي هیوادونو کې د تمباکو استعمال ته لېوالتیا ډېره ده خو په اروپا او په ځانګړي ډول په لوېدیځه اروپا کې د تمباکو استعمال مخ په کمېدو دی.

هر کال تر ۷ ملیونه ډېر کسان د تمباکو د استعمال له کبله مري.