په هرو ۴۰ ثانیو کې یو تن ځان وژني

دا یوازې داعش او طالب نه دی چې هره ورځ انتحار کوي، یوه تازه څېړنه ښيي چې له ژوند څخه د بېزاره شویو انسانانو شمېر خورا زیات دی.

د سي این این د راپور له مخې، په نړۍ کې په هرو۴۰ ثانیو کې یو تن انتحار کوي.

سي این این دا ادعا د روغتیا د نړیوالې ادارې (WHO) په قول کوي.

د ملګروملتو د روغتیا د نړیوالې ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په نړۍ کې ۹ اعشاریه ۸ سلنه ځانوژونه کمه شوې ده.

د روغتیا د نړیوالې ادارې عمومي ريیس ډاکتر تیدروس اډهانوم ګیبریسوس (Tedros Adhanom Ghebreyesus) وویل«هر مرګ د کورنۍ، ملګرو او همکارانو لپاره ناورین دی؛ حال دا چې انتحار د مخنیوي وړ دی. موږ پر ټولو هیوادونو ږغ کوو چې د ځانوژونو مخه ونیسي او دا موضوع په خپل تعلیمي او روغتیايي پروګرام کې شامله کړي.»

د روغتیا نړیواله اداره وايي چې هر کال نژدې ۸ لکه تنه ځانونه وژني. دا شمېر د هغو کسانو تر شمېر زیات دی چې په نړۍ کې د ملریا، د سینې سرطان، جنګ او ځینو نورو ناروغیو په وجه مري.

د روغتیا نړیواله اداره وايي چې یوازې ۳۸ هیوادونه د ځانوژونې د مخنیوي ستراتیژي لري.

د روغتیا د نړیوالې ادارې په دې راپور کې د اروپا، اسیا او امریکا د بېلابېلو هیوادونو د انتحارونو د شمېر یادونه شوې خو په نړۍ کې تر ټولو د دېرو انتحاري بریدونو د هیواد (افغانستان) یادونه نه ده شوې.

په افغانستان کې د انتحار تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې یوازې ځانوژونکی له منځه نه ځي بلکې ګڼ نور بېګناه انسانان هم له ځان سره وژني.